خبرپاڼې

د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې مېرمن سوشما سواراج د وفات په اړه د جمهوررئیس غني د تسلیت او همدردۍ پیغام

د ارګ خبرپاڼه

په خواشینۍ سره مې د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د هند د بي جي پي ګوند رهبرې مېرمن سوشما سواراج د مړینې خبر ترلاسه کړ.

مېرمن سواراج د هند د فعالو سیاستوالو او ډیپلوماتانو له ډلې وه چې خپل هیواد او خلکو ته یې ډېر زیات خدمتونه وکړل او باور دی چې د هند لوی ملت به د هغې کړنې او لاسته راوړنې تل په یاد ولري.

هغه د افغانستان  ښه ملګرې وه او تل یې زموږ د خلکو په اړه ښه نیت درلود. زه په داسې حال کې چې په دې لوی غم کې د هند له خلکو سره ځان شریک بولم، د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د هند جمهوررئیس، لومړي وزیر، د هغه هېواد خلکو او د مېرمن سواراج کورنۍ ته خپل د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوم.

د هند جمهوررئیس ښاغلي رام نات کوویند او لومړي وزیر نرېندرا مودي ته د بشپړې روغتیا او د هند دوست ملت ته د پرمختګ او هوساینې هیله لرم.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */