خبرپاڼې

د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د ارګ خبرپاڼه

ارګ، کابل: طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن  سهار د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د تروریستي برید پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپيان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه وحشي برید د سخت غندلو ترڅنګ وویل، طالبان د سولې مذاکراتو کې د امتیازاتوترلاسه کولو په موخه پر ملکي وګړو او عام المنفعه تاسیساتو تروریستي بریدونه کوي.

جمهوررئیس وویل، تروریستان باید پوه شي چې د دغه ډول  فجایعو او بشري جنایتونو په تکرار سره د سولې په مذاکراتو کې امتیازات نشي ترلاسه کولای، بلکې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به د هیواد په هر ګوټ کې سخت وځپل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د عاجلې روغتیا دعا کوي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */