خبرپاڼې

د کابل امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه امنیتي غونډه جوړه شوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د کابل امنیتي وضعیت د ارزولو په خاطر غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د هیواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د کابل ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د څرنګوالي راپور د وړاندې کولو ترڅنګ د ټاکنو او د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزي جشن د امنیت د تامین لپاره د نیول شویو تدابيرو په اړه معلومات ورکړل.   

جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د کابل ښار د امنیت ټینګښت زیات مهم دی او د خلکو اندېښنې او تشویشونه باید رفع شي.

غونډې د کابل ښار په درې نقطو کې د تېرې شپې عملیات چې د داعش تروریستي ډلې څو مرکزونه پکې ویجاړ شول، مثبت وارزول.  

د هیواد جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته لارښوونه وکړه، په دغو حساسو شرایطو کې دې په کابل او ټول هیواد کې دقیقې امنیتي برنامې جوړې او د دښمن د ځپلو، تهدیداتو د شنډولو، تروریستي بریدونو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د جشن جوړولو په درشل کې  د ملکي وګړو د ساتنې لپاره او دا چې د افغانستان حکومت د سولې نقشې د عملي کولو په حال کې دی، امنیتي پلانونه ولري او ذکر شوي ټکي دي په جدي ډول په پام کې ونیسي.  

دغه راز یې یادونه وکړه، په دې وروستیو کې په هغو عملیاتو کې چې په ټول هیواد کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ترسره کړي، د طالبانو ډلې رهبرۍ درنې ضربې لیدلي دي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */