خبرپاڼې

جمهوررئیس د فرهنګي عالي شورا جوړولو فرمان صادر کړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د فرهنګي عالي شورا جوړولو فرمان صادر کړ.

په دغه فرمان کې راغلي، د فرهنګي حوزې اړوند بنسټونو د همغږۍ، د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د ملاتړ په برخه کې د منابعو د موثرې سازماندهۍ، لرغونو اثارو ته د ځانګړې پاملرنې، د لیکوالو، هنرمندانو او د چاپي صنعت ناشرانو څخه د ملاتړ، د توریستي جاذبو د معرفي او ګرځندوی صنعت څخه د ملاتړ، د ولسي فرهنګ د پیاوړتیا نشرول او په دې برخه کې د ننګونو د بشري او معنوي ظرفیتونو او فرصتونو د ارزولو او د پانګونې او فرهنګي ظرفیتونو د څارنې په خاطر د فرهنګي عالي شورا جوړول، منظور دي.

د دغه فرمان پر بنسټ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دې شورا رئیس دی او د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، کانونو او پټرولیم، ښارجوړولو او ځمکو وزیران، ستر امنیتي معین، د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر عمومي رئیس، د چارو ادارې عمومي رئیس، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې، علومو اکاډمۍ، ملي راډیو تلوېزیون او کابل پوهنتون رئیسان، د ملي شورا د فرهنګي کمېسیونونو رئیسان،کابل ښاروال، د نواورۍ په چارو کې د جمهوررئیس سلاکار، د جمهوررئیس فرهنګي سلاکاران، د لیکوالو اتحادیې استازي، ناشران، هنرمندان، د خبریالانو صنفي اتحادیې او د افغان فلم، ملي ارشیف او ملي موزیم رئیسان یې غړي دي.

په یاد فرمان کې راغلي، د فرهنګي عالي شورا سکرتریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوري ریاست دفتر عمومي ریاست په همکارۍ مخته وړي او سکرتریت موظف دی چې د دې شورا طرزالعمل ترتیب او فرهنګي عالي شورا ته یې د تائید لپاره وړاندې کړي، د دې شورا غونډې په میاشت کې یو ځل جوړېږي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */