نړۍ

کرزی:پاکستان لا هم د افغانستان په اړه خپل نظر نه دی تغیر کړی

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې له افغانستان سره د کشمیر مسالې غوټه کولو په تړاو د پاکستاني چارواکو له وروستیو څرګندونو ښکاري، چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل نظر نه دی تغییر کړی.
کرزی وايي، پاکستان اوس هم په سیمه کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره، په افغانستان کې د ستراتیژیک عُمق سیاست تعقیبوي.
کرزي په یوه اعلامیه کې له پاکستان نه غوښتي، چې د افغانستان او کشمیر مسالې سره یوځای نه کړي او په سیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړ او روزنې او ورانکارو فعالیتونو لاس واخلي.
کرزی وايي، د جمو کشمیر په تړاو د هند حکومت وروستیو تغییراتو ته هیله من دی، چې کشمیریان د هند د وګړو په حیث له سولې او ښه ژونده برخمن شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */