ټیکنالوژي

سامسنگ رسماً د نوټ۱۰ ځیرک موبایلونه معرفي کړل

سامسنگ کمپنۍ د کابل په وخت د شپې ۱۲:۳۰ د امریکا په نیویارک کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د گلکسي نوټ۱۰ د لړۍ ځیرک موبایلونه معرفي کړل. سامسنگ کمپنۍ د نوټ لړۍ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دغې لړۍ دوې مختلفې بڼې یعني نوټ۱۰ او نوټ۱۰ پلس رسماً کاروونکو ته معرفي کړل.

د گلکسي نوټ۱۰ او گلکسي نوټ۱۰ پلس تقریباً ټولې ځانگړنې او ډیزاین افشا شوو معلوماتو ته ورته وه او کوم ځانگړی توپیر يې نه درلود.
سامسنگ کمپنۍ دا ځل د گلکسي نوټ۱۰ ځیرکو موبایلونو په اېس پېن (S pen) کې هم د پام وړ نوي ځانگړنې اضافه کړي، چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي له لرې فاصلې څخه د خپل ځیرک موبایل کامره کنترول کړي.

گلکسي نوټ۱۰ نوو ځیرکو موبایلونو کې د سوپر فاسټ چارج وړتیا اضافه شوې. د نوټ۱۰ د لړۍ دغه ځیرک موبایلونه له ۴۵ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي او د کمپنۍ له لوري دغو ځیرکو موبایلونو سره ۲۵ واټه وړتیا لرونکی چارجر وړاندې کېږي.

د گلکسي نوټ۱۰ کامرو کې هم د سامسنگ کمپنۍ د نورو ځیرکو موبایلونو په پرته غوره‌والی راغلی او نوي ځانگړنې په کې اضافه شوي.

د گلکسي نوټ۱۰ بیه به ۹۴۹ امریکايي ډالره او د گلکسي نوټ۱۰ پلس بیه ۱۰۹۹ امریکايي ډالرو څخه پیلېږي او په دې ډول دا گلکسي نوټ۱۰ پلس به د سامسنگ تر ټولو گران بیه ځیرک موبایل وي.

گلکسي نوټ۱۰ به ۸ گېگابایټ رم، خو گلکسي نوټ۱۰ پلس به ۸ او ۱۲ گېگا بایټ رم سره وړاندې کېږي. له دې سربېره د گلکسي نوټ۱۰ شاتنۍ برخې کې درې، خو د گلکسي نوټ۱۰ پلس شاتنۍ برخې کې څلور کامرې ورکړل شوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */