نړۍ

طالبان: د کشمیر مسئله له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري

 
عزم(پنج شنبه، ۱۷زمری ،۱۳۹۸)طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې د هند او پاکستان تر منځ دکشمیر پر لانجمنه مسئله چې په دې وروستیو کې ځینو پاکستانیو سیاستوالو د افغانستان له وضعیت سره تړلې وه، توند غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې،
«د ځينو جهتونو لخوا د کشمیر مسئلې ته د افغانستان په مسائلو پورې ربط ورکول، د وضعیت له ښه والي سره هیڅ مرسته نشي کولای، ځکه چي د افغانستان موضوع هیڅ ربط نه ورسره لري او نه باید افغانستان د نورو هیوادونو د سیالۍ ډګر وګرځي.»
طالبانو ویلي، په کشمیر کې د وروستي وضعیت په اړه خپله ژوره خواشیني ښيي، له هند او پاکستان دواړو څخه غواړي چې داسې ګامونه پورته نه کړي چې په سیمه کې د تشنج او مشکلاتو لپاره لار پرانیزي او د کشمیري ولس حقوق تلف کړي.
طالبانو دغه راز پر ذیدخله هیوادونو، اسلامي کنفرانس، اسلامي هیوادونو، د ملګرو ملتونو په سازمان او نورو با صلاحیته جهتونو هم غږ کړی چې په کشمیر کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره خپل رغنده رول ولوبوي، له خپل نفوذ څخه په استفاده دواړه خواوې دې ته وهڅوي چې د فتنو د خپریدو مخه ونیسي او پيښ مشکلات په سړه سینه او حوصله سره حل کاندي.
د یادونې وړ ده چې د کشمیر پر مسئله وروسته تر هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ جنجال زیات شو چې د هند لخوا د کشمیر له اوسیدونکو څخه ورکړل شوې آزادې بیرته واخیستل شوه اوسیمې ته یې زرګونه پوځیان واستول. یو شمیر پاکستانيو چارواکو د هند لخوا دغه وضعیت د جګړې د پیل په معنا بلل شوی او له پاکستان سره یې د دیپلوماتیکو اړیکو د پریکون پریکړه کړې.
که څه هم ځینو پاکستانيو سیاستوالو د کشمیر مسئلې ته له افغانستان سره تړاو ورکړی، خو کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ویلي چې د کشمیر مسئله په هیڅ ډول له افغان سولې سره تړاو نه لري او د یادو سیاستوالو څرګندونې یې د هغوی شخصي نظر بللی دی.

%d bloggers like this:
/* ]]> */