دیني لیکنې

هغه شيان چې اودس نه ورباندي ماتيږي:

هغه شيان چې اودس نه ورباندي ماتيږي:

 اول:  که په پر هار ( زخم) کي وينه ښکاره شي  او ونه بهيږ ي اودس نه ماتوي،البته : که په يو له سبيلين  کي نجاست ښکاره شي اودس ورباندي ماتيږي؛ځکه   نور بدن  موضع ( ځای) ددغه نجاست ده ، نوترکومه پورې چې سيلان نه وي راغلی تحقق دمرداري يا نجاست نشته، اوسبيلين چې دي په خپله موضع  دنجاست  نه دي، نوکوم وخت چي نجاست ظاهره شي نومعلومه شوه چې له بله ځايه دغه نجاست راروان ده، نو په مجرد ظهور ( ښکاره والي ) سره اودس ماتيږي.

دوهم:   له زخم  څخه که يوه ټوټه غوښه وغورزي بيله  سيلان ده وينو  اودس نه ورباندې ماتيږي.

دريم:  که له زخم څخه   ( چنجی ) ووزي، اويا له  غوږ څخه  ووزي، اويا هم پوزې څخه ووزي اودس نه ورباندې ماتيږي.

څلورم: دخپل  آلت ( ذکر) مسه کول اودس نه ماتوي.

پنځم :  دخپلې  ميرمنې مسه کول اودس نه ماتوي.

يوه مهمه تنبيه:    دامام شافعي رحمه الله تعالی په نزد باندې مس دذکر، اودغه راز: مس د مير منې په لاس باندې، اودس ماتوي ، نواوس که يو څوک امام وي په داسې ځای کي چي هلته دامام شافعي رحمه الله تعالی دمذهب  وال هم وي، نودغه امام ته مستحب داده : چې مس دذکر ،اويا مس دمير مني ونه کړي؛ځکه ددوی په نزد باندې امام بي اودسه کيږي ورباندې ، نولهذا بيا يي لمونځ نه پسې صحيح کيږي. دغه  سې په هر هغه ځای کي چې دفقهاؤ پکې اختلاف وي امام بايد احتياط وکړي.

شپږم: په ليږ قئ باندې اودس نه ماتيږي،  ليږ قئ چې خوله نه ورباندې ډکيږي.

اووم:  که يوکس بلغم ( ګروړبی ) قئ کړي اود س  يي نه ماتيږي، که څه ډکه خوله وي.

اتم:  که يو کس خوب ورشي اويو طرف ته کوږ شي اودس يي نه ماتيږي تر څو پورې يي  ( دناستي ځای ) له ځمکې څخه نه وي پورته شوی.

نهم : که يو کس    يو شئ ته  بيده وي ، البته   دناستې ځای  مقعده يي پر ځمکه باندې محکمه وي اودس يي نه ماتيږي، که څه هم  که چيرې هغه شئ ځينې لري کړي  دغه بيده شخص پر ځمکه باندې لويږي.

لسم : که يوکس په رکوع کي، اويا په ناسته باندي ،اويا هم په سجده کي  چې پر مسنونه وي بيده شي اودس يي نه ماتيږي،البته : که په سجده بيده شو، اوسجده پر مسنونه طريقه باندي نه وه بيا يي اودس ماتيږي.

……………………………………..

امداد الفتاح:/۸۰/، ۹۳/،۹۴/

وحاشيته الطحطاوي علی امداد الفتاح:/   /۸۰/، ۹۳/،۹۴/

وکذا الهدايه في شرح البدايه:/۱/۱۶/

لیکوال : مفتي نصیب الله ابوعبیده

%d bloggers like this:
/* ]]> */