دیني لیکنې

د اوداسه مکروهات

هغه شيان  چې  په اودس  کي مکروه دي:

 اول : په اوداسه کې داوبو اسراف کول.

توضيح:  يعنې داوداسه  داعضاؤ دپر يمنځلو پر مهال باندې تر مسنون  مقدار زيات والی کول، مثلا: لکه پر مخ باندې تر درې واره زياتي اوبه اچول .

دوهم:  کم والی کول داوبو  په پريمنځلو  داندامونو کي داودس پر مهال .

توضيح:  يعني  پر اندامونو باندې له مسنون مقدار  څخه  کمې  اوبه اچول .

دريم:  پر مخ باندې په زوره باندې اوبه اچول، په داسي انداز باندې  چې يوې اوبلې خواته  پاشلي کيږي.

څلورم:  داوداسه پر مهال  باندي خبرې کول .

پنځم:  په اوداسه کي دبل کس څخه استعانت  اوکومک غوښتل.

يادونه : که يي چيرې دغه شخص  دثواب په نيت کوي، اويا  اودس کوونکې معذور وي بيا کر اهت نه لري.

شپږم:  پر سرباندې درې واره مسحه کول په هر وار کې نوې اوبه ورته راآخيستل ، البته که يي چيرې  داستعاب په نيت باندې   په يوه  وار اوبو راآخيستلو باندې وکړي بيا کراهت نشته پکي.

……………………………………..

امداد الفتاح:/۸۰/، ۹۳/،۹۴/

وحاشيته الطحطاوي علی امداد الفتاح:/   /۸۰/، ۹۳/،۹۴/

وکذا الهدايه في شرح البدايه:/۱/۱۶/

%d bloggers like this:
/* ]]> */