دیني لیکنې

ددنیا ترټولو غوره ورځې !

‏عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ رَضِيَ الله عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “أَفْضَلُ أَيَّامِ الْدُّنْيَا أَيَّامُ الْعَشْرِ، يَعْنِي عَشْرُ ذِي الحْجَّةِ“. أخرجه البزار كما فى كشف الأستار (2/28 ، رقم 1128) قال الهيثمي (4/17) : رجاله ثقات

ژباړه : جابررضی الله تعالی عنه څخه روایت دی وايې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :ددنیاترټولوورځو همدغه لس ورځې غوره دي یعني دذي الحجې دمیاشتې لمړۍ لس ورځې .

تشریح : دلوی اختر دمبارکې میاشتې دغه لمړۍ لس ورځې ددنیا ترټولو ورځو افضله اوغوره دي . فقهاو لیکلې دي :چې درمضان المبارک دآخري عشري [لسوورځو] نه هم دغه لس ورځې غوره دي ،ابن قیم رح لیکلي دي :چې درمضان المبارک اخري لس شپي دذي الحجي ترلسوشپوغوره دي ؛مګر دذي الحجي لس ورځې درمضان المبارک ترلسو ورځواوهم ددنیا ترټولو ورځو افضله دي . نوپه کار ده چې مسلمان په کې اعمال حسنة ترهروقت ډیر سرته ورسوي .یعني لمونځ ،روژه ،صدقة ،ذکر ،تلاوت اونور دخیراعمال ډیر وکړي .

%d bloggers like this:
/* ]]> */