نړۍ

زاخېلوال:د کشمیر په تړاو د پاکستاني چارواکو خبرې غیر مسؤلانه دي

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر زاخېلوال وایي، چې په اوس وخت کې سوله افغانانو ته تر ټاکنو مهمه ده او په دغسې یوه وضعیت کې، چې د سولې هوکړې ته خوشبینۍ ډېرې شوې دي پر ټاکنو ټینګار د سولې هڅې له خنډ سره مخ کولی شي. زاخیلوال وایي، چې په اوس وخت کې د انتخاباتو ترسره کېدل، د سولې په اړه ملي اجماع ستونزمنوي. نوموړی همداراز د کشمیر په تړاو د پاکستان د اوسنیو او پخوانیو چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې د کشمیر په قیمت په کابل کې سوله نه غواړي وایي، چې دا څرګندونې غیر مسئولانه، د غندنې وړ او مضرې دي. زاخېلوال داسې مهال د سولې لپاره د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د انصراف غوښتنه کوي، چې د سولې خبرې برخلیک ټاکونکي پړاو ته داخلې شوې او ښایي د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ تر هوکړې وروسته د طالبانو او افغان لوري ترمنځ خبرې پيل شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */