نړۍ

مودي:پاکستان د کشمیر وضعیت د خپلو ګټو له پاره کاراوه

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي وايي، له کشمير ځانګړی امتیاز اخیستل به د ترورېزم په مخنیوي کې مرسته وکړي. ده پر پاکستان تور پورې کړ چې د کشمير پخوانی وضعیت يې د هندوستان پر وړاندې د وسلې په توګه کاراوه. مودي ویلي، چې د کشمير په اړه وروستۍ پرېکړه به له نوي ډیلي سره مرسته وکړي چې په سیمه کې د ترورېزم او جلاغوښتنې مخه ونيسي. وروسته له هغه چې د هندوستان پارلمان د جمو او کشمير هغه وضعیت ته د پای د ټکي د ايښودو اعلان وکړ چې له مخې يې دې سیمې خپل قانون جوړاوه، د هندوستان د نورو ايالتونو اوسېدونکو په کشمیر کې جایداد نشو پيرلی او نه يې هم پر هغو دولتي بستونو کار کولی شو چې يوازې د کشميريانو لپاره ځانګړي وو، پاکستان د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګون وښود او دا یې له نړيوال قانونه سرغړونه وبلله. مودي تېره ورځ په خپله ټلویزيوني وینا کې ویلي، دی د جمو او کشمير خلکو ته ډاډ ورکوي چې وضعیت به بېرته نورمال شي او د دوی ستونزې به کمې شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */