دیني لیکنې

ګناهګار ګاونډی سره د امام ابو حنیفه چلند

عبدالله بن رجاء البصري رحمه الله وایي: د امام ابو حنیفه رحمه الله یو موچي ګاونډی و، ټوله ورځ به یې کار کوه، کله به چې شپه شوه غوښه یا ماهی به یې ځان ته پوخ کړ، وبه یې خوړ او بیا به یې ټوله شپه شراب وهل او دا بند به یې له ځان سره زمزمه کوه:

أضاعوني وأي فتًى أضاعوا
ليومِ كريهةٍ وسدادِ ثغرِ

یعني دوی زه ضایع کړم، دوی داسې ځوان ضایع کړ چې د بدې ورځې او سرحدونو د ساتلو لپاره په کار کېدی.

د موچي کار همدا ټوله ورځ کار، بیا ټوله شپه د شراب وکباب خوراک او همدا شعر زمزمه کول و او امام ابو حنیفه رحمه الله به ټوله شپه عبادت کوه. یوه شپه یې د هغه اواز وانورید نو پوښننه یې وکړه، ورته وویل شول چې هفه د حکومت د شپې پیردارانو نیولی دی او بندي دی.

ابو حنیفه رحمه الله چې د سهار لمونځ وکړ، پخپله کچره سپور او امیر ته ورغی، امیر امام له خپل ځان سره کېنوه او ورته ویې ویل: څه خدمت مو وکړم؟ امام ابو حنیفه ورته وویل: زما موچي ګاونډي پیردارانو راوړی که هغه راخلاص کړئ، امیر امر وکړ چې موچي او په هغه شپه چې هرڅوک نیول شوی هغه ټول ازاد کړئ.

کله چې موچي امام ابو حنیفه ته وسپارل شو امام ورته وویل: وه ځوانه! نږدې وه ضایع کړی مو وې؟! هغه له شرمه سر ټیټ کړ او ویې ویل: تاسو زیاته مینه او مهرباني وکړه، الله دې ښه بدله درکړي. ځوان هماغلته توبه وایستله او له حرامو او چټیاتو یې لاس واخیست. (تاريخ بغداد؛ للخطيب البغدادي، ج15، ص 487).

 

لیکنه : حامدافغان

%d bloggers like this:
/* ]]> */