دیني لیکنې

دعرفي ورځ اوزموږ سلف

زموږ سلف به دعرفې په ورځ په کوم حالت کې وو ،څرنګه دعاء به يې کوله ؟ تاسو راځئ یوڅونموني يې درته ذکر کړم :
۱= لوی تابعي حضرت مطرف الشخیری رحمه الله په هکله راغلي :چې یوځل په عرفات باندي دبل سترعالم بکر مزني رح سره ودریدو نویوه وویل : یاالله ! دادعرفات خلګ زما له امله تش لاسونه مه شړه (اللهمّ لا ترد أهل الموقف من أجلي)،بیاهغه بل وویل : (ما أشرفه من موقفٍ وأرجاه لأهله،لولا أنّي فيه).څومره له شرافت او درنښته ډک ځای دی! او د دې ځای د خلکو لپاره څومره له هیلو ډک دی؛ خو چې زه نه وی په کې.
۲= حضرت فضیل بن عیاض رح به په عرفات دي حالت ته ورسیدو چې ټول عرفات وخت به يې په ژړا تیرکړ ، له الله تعالی به يې حیاء کوله چې څه ترې وغواړي ،له اوښکوپرته به يې دعاء نه وه .چې کله به لمر لویدوته نږدي شو نوسربه يې داسمان لورته پورته کړاوداتورې به يې وویل :: (واسوأتاه منك وإن عفوت). ای زماهغه نافرمانۍ چې له تاسوڅخه مي کړي دي که څه هم ته عفوراته وکړي ؛
۳= عبدالله بن المبارك رح دعرفي په مازیګر سفیان ثوري رح ته ورغی [ په داسي حال کې چې هغه په زنګنوسرایښی وو اوله سترګونه يې اوښکې رواني وي ] ورته ويې ویل : من أسوأ هذالجمع حالا ؟ ددي مجمع ترټولو بدحاله سړی به څوک وي ؟ هغه ورته وویل :هغه چې دافکر کوي چې الله تعالی به مغفرت ورته ونه کړي . قال: الذي يظن أنّ الله لا يغفر له).
۴= یوه بزرګ عالم په عرفات داسي حالت کې دعاء کوله چې ژیره يې په لاس کې نیولي وه (يا ربّ قد كَبُرت فأعتقني) یاربه بډاشوم نور مي وبخښه !

ابوحمزه عفی عنه

%d bloggers like this:
/* ]]> */