نړۍ

چین: پاکستان او هند دې د کشمیر په مسله کې له زغم څخه کار واخلي

هند او پاکستان دې د کشمیر د مسئلې په اړه له یو اړخیزو اقداماتو ډډه وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره د لیدنې پر مهال ویلي، دواړه لوري دې د کشمیر د مسئلې په اړه له زغم کار واخلي او له پاروونکو اقداماتو دې ډډه وکړي. وانګ یې ویلي هند او پاکستان دې د کشمیر د مسئلې په اړه یو اړخیز اقدامات پرېږدي، ځکه کېدای شي په سیمه کې د ستونزو او ناندریو د پراختیا سبب شي. د هند او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې د کشمیر د مسئلې پر سر ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. دواړو لورو پر یو بل د برید او جګړې ته د تیاري خبره هم کړې ده.

%d bloggers like this:
/* ]]> */