خبرپاڼې

جمهوررئیس غني له افغان هندوانو او سکانو سره د اختر مبارکي وکړه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې له افغان هندوانو او سکانو سره وکتل او له هغوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وکړه.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني افغان هندوانو او سکانو ته په خطاب کې وویل، تاسې نور اقلیت نه یاست او د اساسي قانون مطابق له نورو هیوادوالو سره برابر حقونه لرئ.

جمهوررئیس زیاته کړه، افغان هندوانو او سکانو د تاریخ په اوږدو کې ډېر مهم اقتصادي او سیاسي رول لرلی دی.

همدارنګه جمهوررئیس محمداشرف غني د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، اطفائې، اوبو رسولو، برېښنا شرکت، د ترافیکو د عمومي ریاست او د ملي تلویزیون د تخنیک برخې کارکوونکو سره په جلا کتنو کې د اختر مبارکي وکړه او د ماشومانو د نازولو ترڅنګ یې هغوی ته د اختر مبارکي وویله.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */