خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د نېکمرغه لوی اختر لمونځ دارګ دلګشا جامع جومات کې ادا کړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د نېکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ دلګشا جامع جومات کې ادا کړ.

د اختر لمانځه مراسمو کې پر جمهوررئیس سربېره، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس قانونپوه سید یوسف حلیم، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح، د هیواد یو شمېر ملکي او نظامي مقاماتو، د ملي شورا یو شمېر استازو، بېلابېلو اقشارو او په کابل کې استوګنو د یو شمېر اسلامي هیوادونو سفیرانو ګډون درلود، د لمانځه له ادا کولو وروسته یې له  یو بل سره د اختر مبارکي وکړه.

وروسته جمهوررئیس غني د رسنیو له لارې د افغانستان ټول ملت ته د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ د ملکي او نظامي شهیدانو ټولو کورنیو ته د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او وې ویل، دا چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د ملي هویت، ملي اقتدار او د هیواد د استقلال دفاع کوي، مننه ورڅخه کوم.

هغه زیاته کړه، د ملکي او نظامي شهیدانو ورثې ته رسیدګي د دې ملت د هر فرد اړتیا او دنده ده.

جمهوررئيس په ټینګار سره وویل، که څوک فکر کوي چې د ترور او وحشت له لارې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د خپل اطاعت په خط کې راولي، سلګونه ځله دې فکر وکړي. دا ملت تسلیمېدونکی نه دی، اما سوله د هر افغان غوښتنه او راتلونکې ده.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، موږ داسې سوله غواړو چې د هر افغان عزت په کې وي او هغه سوله چې په هغه کې زموږ خلک بې وطنه شي، نه غواړو. زموږ خلک بې وطنۍ او د مغزونو او د پانګې فرار ته نوره اجازه نه ورکوي.

جمهوررئیس په ټینګار وویل، په کېبل د افغان نجونواو ښځو د وهلو وخت تېر شوی او د افغانستان عظیم ملت د هغه اجازه نه ورکوي. هغه زیاته کړه، په سوله کې باید هر افغان له بل افغان سره مساوي وي او زموږ د ژبو او قومونو تنوع زموږ ویاړونه دي. جمهوررئیس څرګنده کړه، دا باید هېره نه کړو چې سوله سمتي، حزبي او قومي نه ، بلکې ملي ده.

جمهوررئیس وویل، موږ سولې ته د رسېدو لپاره د ملي یووالي حکومت تشکیل ، حزب اسلامي سره د سولې، جمهوررئیس ټرامپ سره مذاکرات چې د امریکا ستراتیژي یې پر سوله زیاته متمرکزه کړه، د کابل کنفرانس چې د سولې لپاره پیش شرطونه په کې رفع شول، په نېکمرغه کوچني اختر کې د اوربند او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو شپږ مهم پړاوونه بشپړ کړل، نو سوله راتلونکې ده او د افغانستان خلک سوله غواړي.

جمهوررئیس غني د ټاکنو په اړه وویل، ټاکنې زموږ اسلامي او ملي عنعنه او حیاتي اړتیا ده. ملت په خپل انتخاب سره راتلونکي جمهوررئیس ته صلاحیت ورکوي چې سخت تصامیم په قوت او عزت ونیسي.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې مشروعیت یې له سیاسي قشر نه، بلکې د افغانستان له خلکو څخه راځي وویل، ټاکنې یوه اساسي اړتیا ده او د ترسره کېدو لپاره یې چمتووالی نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان ملت قوي او مسوول دولت غواړي او دا له ټاکنو پرته ممکن نه دی. افغانستان د چا هدیه نه دی، بلکې له پېړیو راهیسې مو د دې وطن د اولادونو په وینو ګټلی دی.

جمهوررئیس دېته په اشارې چې اراده زموږ خپله ده او موږ پر وړاندې ځو وویل، عزت، حیثیت، شرافت، اتفاق او اتحاد په وطن کې دی او په بې وطنۍ کې عزت نشته.

جمهوررئیس محمداشرف غني د هیواد د خپلواکۍ د سلم کال مبارکي ترڅنګ وویله، دا جشن مې د خپل شخصیت په خاطر نه دی نیولی، بلکې زموږ څو زره کلن ملي هویت ښیي او د دارالامان ماڼۍ بیارغاونه زموږ د ارادې، ملي ژمنتیا او وطنپالنې نمونه ده او د دارالامان ماڼۍ بیارغاونې وښوده چې زموږ په قاموس کې غیرممکن نشته.

جمهوررئیس وویل، موږ ملي یووالی، ملي عزت، ملي اراده، ملي اقتدار او ملي پرمختګ غواړو او کله چې افغانان یووالی، اتفاق او اتحاد ولري، هیڅ قوت یې مخه نشي نیولای.

جمهوررئیس غني په ټینګار سره وویل، د افغانستان راتلونکی د افغانستان داخل کې د افغانانو له لوري د دې وطن په هره ګوښه کې ټاکل کېږي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان خلک د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ قرار لري، ځکه زموږ زړور ځواکونه د افغانستان د عزت او اساسي قانون ساتنه کوي. هغه زیاته کړه، زموږ درې رنګه بیرغ زموږ ملي سمبول دی او دا ښکلی بیرغ دې  تل رپاند وي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */