افغانستان

مجاهد: د مذاکراتو اتم پړاو په موفقیتونو پای ته ورسیده

عزم(یکشنبه، ۲۱ زمری ،۱۳۹۸)د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو اتم پړاو چې هیلې ورته زیاتې وې، د کوم پریکړه لیک له خپریدو پرته پای ته رسیدلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا پړاو بریالی بللی او ویلي یې دي چې دا پړاو اوږده او ګټور مذاکرات وو.
مجاهد وایي، «دمذاکراتو اتم پړاو بیګا شپه تر دوه نیمو بجو د مذاکراتي ټیمونو په مسلسل کار کولو سره بشپړ شو»
نوموړی زیاتوي ، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د راتلونکو ګامونو په اړه به هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې وکړي.
که څه هم دواړه لوري د بهرنیو ځواکونو پر بشپړ وتلو سلا شوي خو د موافقتنامې پر جزئیاتو لا زیاته روڼتیا د دې لامل شوه، چې د راتلونکي دور مذاکراتو لپاره یوځل بیا  له خپلو مشرانو سره مشورې وکړي.
یو شمیر باخبره سرچینو عزم ته ویلي، چې دواړه لوري بشپړ توافق ته رسیدلي، خو د موافقتنامې د اعلان لپاره پر وخت اوځای به دواړه غاړې خپلمنځي مشورې کوي.
 

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */