افغانستان

امریکایي ورځپاڼه: طالبان بیا راروان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ ۲زمری، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې « نشنل انټرسټ» خپله ننۍ ګڼه د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتي بهیر ارزونې او په افغانستان کې د طالبانو راتلونکې ته بېله کړې.

ورځپاڼه لیکي « په افغانستان کې طالبان تر پخوا زیات پیاوړي شوي، نظامي تکیې یې پيدا کړې او دا یو تریخ حقیقت دی چې هغوی اوس د افغان ټولنې د یوې غوښنې برخې استازیتوب کوي؛ مګر د افغان حکومت زیاته برخه چارواکي بیا له بهر څخه راغلي او د ځايي خلګو د دود او کلتور سره نا اشنا دي ».

مطلب وړاندې زیاتوي « د امریکا او افغان حکومت ځیني تېروتنې ددې لامل شوې چې طالبان د ولس په منځ کې ريښې وغځوي او  لسګونه زره جنګیالي خپلو لیکو ته جذب کړي».

سرچینه د افغانستان جنوبي ولایتونه په ځانګړي ډول پښتون مشتي سیمې د طالبانو په پیاوړتیا کې د ژور رول لرونکې بولي، چې په خبره یې، د طالبانو بیا ځلې سر راپورته کولو ته یې زمینه برابره کړې.

د ورځپاڼې په باور، کندهار، هلمند، ارزګان او زابل هغه ولایتونه دي چې د جګړې هر اړخ پکې د رسوخ درلودلو په صورت کې بریالۍ کېدای شي؛ ځکه دا ولایتونه له پاکستان او ایران سره د سوداګرۍ غوره لارې لري.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: امریکایي ورځپاڼه: طالبان بیا راروان دي

%d bloggers like this:
/* ]]> */