خبرپاڼې

جمهوررئيس غني د مختلفو ولايتونو له مشرانو سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن ماښام د مختلفو ولايتونو له مشرانو سره په ارګ کې وکتل. 

په دې کتنه کې، د دغو ولايتونو مشرانو جمهوررئيس ته د لوی اختر د مبارکۍ تر څنګ، له هغه سره د ټاکنو ملي پروسې او سولې بهير په اړه بحث او خبرې وکړې. 

هغوی وويل، خلک د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملاتړ کوي او په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي. 

د يادو ولايتونو مشرانو وويل، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سولې برنامه هر اړخيزه ده او ملاتړ يې کوي. 

وروسته جمهوررئيس غني ټولو مشرانو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ وویل، موږ د سولې اراده او برنامه لرو، موږ داسې سوله غواړو چې تلپاتې وي او د هر افغان عزت په کې خوندي وي. هغه په ټينګار وويل، بايد له ياده ونه اېستل شي چې سوله ملي ده، نه سمتي، ګوندي او قومي او ټول اقشار او د افغانستان خلک بايد په کې برابر دخيل وي. 

جمهوررئيس د سولې ناقصې پروسې د خطرونو ارزونې ته په اشارې وويل، موږ د يوه حکومت په توګه هغه خطرونه چې د سولې ناقصه پروسه يې رامنځته کوي، په تدبير ارزولي او اوس اماده يوو چې د سولې پر لور حرکت وکړو. 

جمهوررئيس راتلونکو ټاکنو ته په اشارې وويل، ټاکنې او سوله د يو بل بشپړونکي دي او د افغانستان ملت د يو قوي، کار وړ  او مسؤول دولت غوښتونکی دی او دا له ټاکنو پرته امکان نه لري. هغه زياته کړه، ټاکنې يوه اساسي اړتيا ده او د ترسره کیدو لپاره يې تياري نيول شوی ترڅو په ټاکلي وخت ترسره شي.  

جمهوررئيس د يادو ولايتونو مشرانو ته څرګنده کړه، د افغانستان راتلونکی د افغانستان په داخل کې، د افغانانو له لوري ددې هيواد په ګوټ، ګوټ کې ټاکل کېږي، په ټاکنو ملي اجماع شته او د افغانستان خلک د ټاکنو پروسې له لارې د افغانستان راتلونکي جمهوررئيس ته د لازمو صلاحیتونو د انتقال غوښتونکي دي ترڅو سختې پرېکړې په قوت او تدبير ترسره شي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */