افغانستان

ملی امنیت وایي، د پکتیا په زرمت کې یې د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۱ طالب وسله وال وژلي

د ملي امنیت عمومي ریاست
وایي، د دې ریاست د ځانګړو ځواکونو د یو لړ هدفمنده عملیاتو پر مهال یې د پکتیا
ولایت د زرمت ولسوالۍ په ګولال کو کلې کې د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۱ طالب وسله وال
وژلي دي.

خامه پریس ته د را رسیدلې خبر
پاڼې په حواله، په دغو عملیاتو کې د اسد الله او فدا په نومونو د وسله والو طالبانو
دوه سر ګروپان وژل شوي او یو اندازه وسلې او تجهیزات هم د ملي امنیت ځواکونو لاسته
ورغلي دي.

ملي امنیت له لوري په لیږل شوې خبر پاڼه
کې ویل شوي چې د غه عملیات د دښمن پر قرارګاوو تر سره شوي ملکیانو ته هیح تلفات نه
دي پکې اوښتې.

بل پلوه د وسله والو طالبانو ویاند ذبح
الله مجاهد، رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې عملیات د ملکي خلکو په کورونو
ترسره شوي په  وژل شوو وګړو ګې عام خلک او
محصلین شامل دي چې د اختر په رخصتیو کې خپلو کورونو ته راغلی وو.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */