افغانستان

اشرف غني: دولتي ځواکونه دنیویارک او واشنګټن د خوندیتوب لپاره جګړه کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۲۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)

دګډحکومت مشر محمد اشرف غني ويلي، داسې هېڅ یوه هوکړه ورته د منلو نه ده چې په هغه کې د دولتي ځواکونو پر هویت او ملي واک معامله شوې وي.

غني وویل، د افغان دولتي ځواکونو له برکته نړۍ خوندي ده او پر نیویارک او واشنګټن بریدونه نه کېږي، ګویا چې داځواکونه دنیویارک او واشګټن دخوندیتوب په پار وینه تویوي.

کابل کې د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړې شوې غونډې ته حکومت مشر غني وویل:”ژمنه مې درسره دا ده چې ددولتي قواو پر راتلونکي به هېڅ نوع معامله نه کېږي.

غني زیاته کړه، تاسې به تل پاتې یاست. موږ ته هېڅ داسې هوکړه د منلو نه ده چې پکې ستاسو هویت او ملي واک خوندي نه وي “.

غني وړاندې وویل، که څوک دا فکر کوي چې افغان امنیتي ځواکونو به یو ځل بیا د ډاکټر نجیب د وخت د ملي اردو په برخلیک اخته شي نو پوه دې شي چې دا فکر یې هسې خوب او خیال دی.

داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یوشمېر امریکایي مجلو راپورونه ورکړل، که خارجي قواوې ووځي؛ دولتي سرتیري به دیوې ورځې په طول کې دتسلیمۍ لاسونه جګ کړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */