افغانستان

ولسمشر غني: د افغان ځواکونو د قربانيو له برکته د نيويارک او واشنګټن امنيت خوندي دی

ولسمشر اشرف غني ويلي، افغان امنیتي ځواکونه د نړیوالې ټولنې شريکان دي او د دغو ځواکونو د قربانيو له برکته د نيويارک او واشنګټن امنيت خوندي دی.

ولسمشر غني نن په کابل کې د دفاع وزارت په تالار کې د امنيتي ځواکونو يوې غونډې ته وويل، افغانستان له ناټو او امریکا سره تړونونه لري او په دې نوي تړون ته اړتيا لري.

هغه ټينګار وکړ، چې د سولې هېڅ داسې تړون ورته د منلو وړ نه دی، چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په حيثيت پرې معامله کيږي او هويت يې په کې له منځه ځي.

ولسمشر غني زياته کړه، چې ځينې خلک فکر کوي، امنيتي او دفاعي ځواکونه به د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب د واکمنۍ پر مهال د اردو په څېر منحل شي، خو دا خلک بايد دا ډول خوبونو اوبو ته ووايو.

هغه وويل، چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره بايد د نړیوالې ټولنې د مرستو ژمنې ښکاره او معلومې وي.

ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اتم پړاو پای ته رسېدلی او ځينې سرچينې وايي، د دغو مذاکراتو د مسودې يوه کاپي افغان حکومت ته هم سپارل شوې، خو حکومت دغه راپورونه رد کړي دي.

داسې ښکاري، چې ولسمشر غني د دوحې مذاکراتو له وروستيو جريانونو اندېښمن دی او له همدې امله يې په اړه وخت پر وخت د مخالفت مستقيم او يا غیر مستقيم غږ پورته کوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */