افغانستان

ورځپاڼې: د افغان پوځ درجه بندي لویدلې او حکومت وروستۍ سترګې کمانډویانو ته دي

 
عزم(سه شنبه، ۲۲ زمری ،۱۳۹۸)امریکایي ورځپاڼې وایي، په نړیواله کچه د افغانستان د ملي پوځ درجه بندي نوره هم لویدلې او حکومت اوس یواځې ځانګړو ځواکونو چې قومانده یې د سي آی اې په لاس کې ده، سترګې نیولې دي.
د «گلوبال فایر پاورٌ» دراپور له مخې، افغان پوځ چې تیرکال په نړیواله درجه بندي کې ۷۰ یمه رتبه درلوده، اوس څلور درجې ښکته تللی او ۷۴ اویایمه درجه کې قرار لري.
بلخوا نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې افغان ملي اردو او پولیس له تهاجمي حالت نه په بشپړه توګه لویدلي او په خورا پیچلي دفاعي حال کې قرار لري.
ورځپاڼه وايي، اوس د حکومت هیلې ځانګړو پیلیټ ځواکونو  ته چې امریکایان یې مخامخ قومانده او لوژیستیکي چارې تمویلوي، پاتې دي.
ورځپاڼه زیاتوي، د روان کال د جنوري. له میاشتې بیا تر جولایي پورې ۲۳۰۰ افغان ځواکونه وژل شوي چې ۸۷ سلنه يې د طالبانو په هغه بریدونو کې وژل شوي چې پر بیسونو، امنیتي پوستو یا مرکزونو یې مخامخ ترسره کړي دي

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */