افغانستان

ولسمشرغني: د امنیتي بنسټونو پر سر هیڅ معاملې ته چمتو نه دی.

4f7faee4a5153c2007dd885e1bc3fc5c_L

ولسمشر اشرف غني وايي چې د هېواد دامنیتي او دفاعي ځواکونو پر راتلونکي به هیڅ راز معامله نه کېږي، دغه راز هغه تړون چې په کې د افغانستان هویت او ملي
اقتدار مصئون نه وي، د منلو وړ نه دی.
له ارګه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وکتل او له هغوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وکړه.
ولسمشر ویلي، سوله شرطونه لري، خو د سولې د مذاکراتو لپاره قید او شرط نه لري او امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي.
نوموړي د سولې د وروستیو انکشافاتو په اړه هم مفصل معلومات ورکړي او ویلي یې دي، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره به واضح بین المللي تعهد وجود ولري، د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځي.
نوموړي دغه څرګندونې پر داسي مهال کړی چې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی وو چې د امریکا او طالبانو خبرو کې د امنیتي ځواکونو بر بنسټونو هم خبرې شوی دی.
ځیني سرچینو ویلي طالبان حاضر نه دی چې امنیتي بنسټونه په موجوده جوړښت ومني او غواړي چې بنسټیز اصلاحات په کې راولي.
خو په رسمي توګه نه طالبانو او نه هم امریکایي استازو تر اوسه څه ویلي دی.
Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */