افغانستان

د امریکا مسولیت دا دی چي په افغانستان کي ګټونکي او بایلونکي وټاکي

واحد فقیري
اغلې جودي ویتوري د امریکا په مشهوري ویب پاڼي (د هیل) کي د اګسټ پر ۱۲ لیکي له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل حتمي ښکاري. د افغان حکومت، طالبان، جنګسالاران، او نورو حاکم مافیايي ګروپونه پدې واقعیت پوه سوي دي. نو لهذا، هغوی لګیا دي د امریکا د خروج لپاره ځانونه چمتو کوي. په افغانستان کي اداري فساد او جنایت د جنګ ستر عوامل دي.
اغلې ویتوري کاږي د افغان د کشالې ټول طرفونه پدې پوهېږي چي سیاسي حاکمیت او اقتصادي ګټي سره تړلي دي. سیاسي حاکمیت د اقتصادي کنټرول او ګټو لپاره حیاتي اهمیت لري. خو کېدای سي چي اقتصادي ګټي د ثبات راوستلو لپاره هم وکارول سي.
د سولي په مذاکراتو کي عموما ښاېسته کلمات لکه دیموکراتیک ارزښتونه، د قانون حاکمیت، د ښځو حقوق او داسي نور زړه راکښونکي عبارات کارول کېږي، خو اصلي هدف د پیسو، سیاسي قدرت، او د اراضي د کنټرول وي.
د افغان حکومت به هڅه وکړي چي قدرتمنو جنګسالارانو ته رشوت ورکړي، څو هغوی د ځان سره وساتي. ښايي ځیني زورواکان د کابل حکومت سره متحد سي، خو زیاتره جنګسالاران به ترې جلا سي. او د ځان لپاره به په خپلو سیمو کي خپل واک اختیار وساتي، او د خپل قدرت د ساتلو لپاره به له اقتصاد او تشدده کار واخلي.
اوس نو، پدې شرایطو کي امریکا باید څه وکړي؟ پدې تېرو ۱۸ کلونو کي امریکا په افغانستان کي راز راز زورواکان تقویه او ساتلي دي. او د هغوی په ستره حامي بدله سوې ده. امریکا همدې جنګسالارانو ته پیسې، وسلې، ټرېنیګ، او د بزنس او جنایاتو زمینه مساعده کړې ده. متحده ایالاتو په همدې مافیايي ګروپونو کي برنده او بازنده انتخابات کړي دي.
امریکا باید یو کرت بیا په شعوري توګه برنده او بازنده وټاکي. اوس امریکا باید یوازي د هغو ډلو سره مالي مرسته وکړي چي د کابل حکومت ته وفاداره دي، او د خپلو وسلوالو د چور او تالان د مخنیوي اراده لري. هغه جنګسالاران چي بې وفا او څرګند غله دي، پر هغوی دي امریکايي شینه ډالرونه بند سي. امریکا باید یوازي د هغو ګروپونو سره مرسته وکړي چي د سیاسي موافقې سره همنظره دي، ‌او ملاتړ يې کوي.
امریکا باید په صراحت ورته ووايي چي که چیري د امریکا مالي مرسته غواړي، باید د سیاسي مصالحې حمایت وکړي، او که يې نه کوي، د هغوی سره دي هیڅ مالي مرسته نه کېږي. امریکا باید یوازي د هغو حکومتي نظامي قطعاتو سره مرسته وکړي چي مسلکي چلن کوي. په بل عبارت، د امریکا مرستي باید مشروطي وي.
متحده ایالاتو تر اوسه پوري د حکومت پلوه ظالمو او درنده جنګسالارانو سره زیاتي مالي مرستي کړي دي، خو د امریکا دې کار ډېره بده نتیجه ورکړې ده، او د افغان ولس لپاره يې زیاتي غمېزي زېږولي دي، او هم يې په سیمه کي زیانمن رقابتونه رالمسولي دي.
د متحده ایالاتو لپاره به دا بهتره وي چي یو نوی اپروچ امتحان کړي. د امریکا هدف باید دا وي چي په افغانستان کي یو داسي مشروع حکومت جوړ سي چي دوام ولري. د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره پکار ده چي یوازي د هغو ډلو سره مرسته وسي چي مسولیت مني، او پر هغو باندي کومکونه بند سي چي مسولیت نه مني.
دا به مشکل کار وي، ځکه هر څه تور او سپین نه دي. خو د سیاسي موافقې د لاسته راوړلو لپاره بله چاره نسته.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */