افغانستان

طالبان: د کابل ادارې د چارواکو څرګندونې له روان جریان سره سمون نه خوري

عزم(چهار شنبه، ۲۳ زمری ،۱۳۹۸)طالبانو د جمهور رئیس غني هغه څرګندونې رد کړې چې تیره ورځ یې په یوه غونډه کې تر سره کړې وې او ویلي یې دي چې د نوموړي څرګندونې له روان عملي جریان سره سمون نه خوري.
جمهور رئیس غني تیره ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې هغوی د واشنګټن او نیویارک ساتونکي بللي وه او زیاته کړې یې وه چې کله به یې هم پر سر معامله ونه کړي او نه به هغه تړونونه او موافقتنامې ومني چې له امریکایي لوري سره د ده د حکومت په نشتون کې لاسلیک او هغه امنیتي تړون ترسیوري لاندې راولي، چې د نوموړي ادارې له امریکایي چارواکو سره امضا کړی وه.
د دې په غبرګون کې د طالبانو ویاند د نوموړي داخبرې له دریو حالتونو خالي نه دي بللې چې په وینا یې « داسې ښکاري چې یاخو د مذاکراتو له روان بهیره هیڅ خبر نه دي، یایې درک نشي کولای، یا خو خپل وزن او حیثیت نه ور معلومیږي او یا هم د حقیقت په اظهار سره د خپلې ادارې د لا شړیدلو ویره لري.»
په ورته وخت کې د کورنیو چارو د وزارت هغه ادعا چې ګواکې طالبانو هیڅ سرتیری نه دی خوشی کړی،ځکه انځورونه یې نه دي خپاره کړي؛ طالبانو د یوه ویډیویی پیغام په نشرولو سره رد کړی او هغه صحنه یې خپره کړې چې په کې لسګونه تنه امنیتي منسوبین د اختر په مناسبت د طالب مشرتابه د حکم له مخې پریښوودل کیږي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */