افغانستان

د عامې روغتیا وزارت وایي، د کانګو ناروغۍ له کبله څه باندې ۳۰ تنه مړه شوي

د
افغانستان د عامي روغتیا وزارت مسولین وایي، د هېواد په کابل او هرات ولایتونو کې
د کانګو وژونکې ناورغۍ له امله ۳۲ تنه مړه شوي دي.

د دې وزارت د مالوماتو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل او هرات ولایتونو کې  د کانګو وژونکې ناروغۍ له ثبت شویو ۲۹۶ پېښو څخه ۳۲
کسان مړه شوي دي.

د دغه وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول مشر شاه ولي معروفي ویلي، چې دا پېښې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ میاشتې راهیسې ثبت شوي او له نورو ولایتونو څخه په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېرې ورسره نشته.

 په ورته وخت کې د کابل د انتاني روغتون سر طبیب ډاکټر مراد مموزی وايي، یوازې د اختر په درېیو ورځو کې په
دې ناروغۍ اخته ۲۵ ناروغان ور وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په ورځو شپو کې د کانګو ناروغۍ د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */