افغانستان

الجزیرة: راتلونکې اونۍ طالبان او امریکا وروستی توافق لیک لاسلیکوي

 
عزم(چهار شنبه، ۲۳ زمری ،۱۳۹۸)د الجزیرې انګلیسي تلویزیوني چینل د خپلو معتبرو سرچینو په حواله ویلي، چې راتلونکې اونۍ به طالب او امریکایي استازي د ترسره شویو مذاکراتو وروستۍ توافقنامه لاسلیک کړي.
سرچینه وایي، دواړه لوري بشپړ توافق ته رسیدلي او یواځې د توافقنامې د لاسلیک پر وخت، ځای او دا چې له دواړو خواوو به یې په کومه کچه کسان لاسلیک کوي، مشورې روانې دي.
الجزيرې په دوحه کې د طالبانو د مرکچي ټيم د يوه غړي له قوله ليکلي، د تړون مسوده لیکل شوې،  اوس یې د دواړو لوریو مشران  محتویات ارزوي او تر دې وروسته ښایي د راتلونکې «سه شنبې»پر ورځ دا موافقتنامه لاسلیک شي.
الجزیرې ته یې سرچینو دغه راز ویلي، تر اوسه ټول مذاکرات له افغانستان نه د بهرنيو پوځيانو، سلاکارانو او روزونکو پر وتلو، دا چې افغان خاوره به د بل چا پر ضد نه کارول کيږي، بین الافغاني مذاکراتو او تلپاتې اوربند باندې ورټولې وې.
تر اوسه لا هم نه ده څرګنده چې د دواړو لوریو تر منځ به دا تړون په کوم هیواد کې او د کومو چارواکو لخوا لاسلیک کیږي.
ویل کیږي د موافقتنامې د لاسلیک پر مهال به په لوړه کچه مراسم نیول شوي وي او د ملګرو ملتونو، چین روسیې، اسلامي هیوادونو،  ګاونډیو هیوادونو او اسلامي کنفرانس استازي به په کې د ضامنانو په توګه ګډون ولري

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */