افغانستان

عامې روغتیا وزارت: د کانګو ناروغۍ له امه ۳۲ تنه مړه شوي دي

عامې روغتیا وزارت: د کانګو ناروغۍ له امه ۳۲ تنه مړه شوي دي

عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل او هرات ولایتونو کې د کریمیايي کانګو وژونکې ناروغۍ له ثبت شویو ۲۹۶ پېښو څخه ۳۲ کسان مړه شوي دي. د دغه وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول مشر شاه ولي معروفي ویلي، چې دا پېښې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ میاشتې راهیسې ثبت شوي او له نورو ولایتونو څخه په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېرې نه لري. په ورته وخت کې د کابل د انتاني روغتون سر طبیب ډاکټر مراد مموزی وايي، یوازې د اختر په درېیو ورځو کې ۲۵ ناروغان ور انتقال شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په ورځو شپو کې د کانګو ناروغۍ د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.

 
%d bloggers like this:
/* ]]> */