افغانستان

د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کاپيسا ولايت کې د جګړې پر مهال پر يوه کور د هوان مرمۍ لګېدو له امله ٣ نجونې وژل شوې او د دوو ښځو په ګډون ٤ کسان ټپيان شوي دي. د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشايق يورش وايي، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د تګاب ولسوالۍ د جالو خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې د نښتې پر مهال د وسله والو طالبانو لخوا توغول شوې د هوان مرمۍ د ملکي وګړو پر يوه کور لګېدلې ده. شايق وايي، چې په دې پېښه کې درې نجونې ماشومانې وژل شوې، دوه ښځې او دوه نارينه ټپيان شوي دي. د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى. وسله و الو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 
%d bloggers like this:
/* ]]> */