افغانستان

ارزګان کې د کومانډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۰ وسله وال ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نظامي
چارواکي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د خاصو عملیاتو پرمهال د ارزګان ولایت د
مرکز ترین کوټ په ملازي کلي کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ژوبل شوي
دي.

د
یوه بل خبر له مخې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په
پایله کې ۷ وسله وال ترهګر هم په ارزګان کې نیول شوي دي.

د
یادونې وړ دی چې د یادو عملیاتو پرمهال په ترهګرو پورې اړوند یو شمېر زیاتې وسلې
او مهمات هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوې دي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */