روغتیا

د تور بانجان شپږ حیرانوونکې او ژوند ژغورونکې روغتیايي گټې

د ټولو سبزیجاتو په څېر تور بانجان هم یو شمېر غوره او ژوند ژغوري روغتیايي گټې لري. تور بانجان کې شته گټور مواد انسان له وژونکو ناروغیو ژغورلی شي.

دلته مو د بانجان له شپږو تر ټولو مهمو گټو سره اشنا کوو:

۱- د وینې غوړ (مضر کولېسټرول)
بانجان د کولوروجېنېک اسید غوره سرچینه ده. کلوروجېنېک اسید یو له تر ټولو پیاوړو ازادو رادیکالونو څخه دی چې بدن کې شته پر روغتیا ناوړه اغېز کوونکي ژوندي موجودات له منځه وړي. کلوروجېنېک اسید په بدن کې د ناوړه کولېسټرول کچه ټیټوي او په دې ډول د ویروس، سرطان او مېکروبونو ضد عمل کوي او انسان د وینې د ناوړه غوړ سربېره له یو شمېر نورو عادي او پېچلو ناروغیو هم ژغوري.

۲. د مغزو لپاره مناسب خواړه
د تور بانجان پوټکی د ناسونین چې د انتوسیانین یوه بڼه ده غوره سرچینه ده. ناسونین یو پیاوړی انټي اکسېډنټ دی چې د مغزو په حجراتو کې شته هغه غوړ چې له غشايي حجراتو جوړ شوی او ماغزه د ازادو رادیکالونو له زیانونو ژغوري خوندي ساتي.

څېړنو همداراز ثابته کړې چې انتوسیانین ماغزو ته د وینې جریان اسانتیا برابروي او د عصبي پړسوب مخنیوی کوي. دغه ځانگړنه د عمر زیاتېدو له امله د پېښېدونکو عصبي ناروغیو څخه مخنیوي کوي او یاددښت پیاوړی کوي.

۳- سرطان
تور بانجان خپل ترکیب کې پولیفینولز لري،هغه چې د سرطان ضد ځانگړنې لري. کلوروجېنېک اسید او انتوسیانین په گډه د پړسوب ضد او انټي اکسېډنټ مرکباتو په څېر عمل کوي او په دې ډول د سرطان په مخنیوي کې اضافي مرسته کوي.

پولیفینول بدن د ازاد رادیکالونو له ناوړه اغېز او زیانونو څخه ژغوري او په دې ډول د تومرونو او سرطاني حجراتو پرمختگ مخه نیسي. له دې سربېره سرطاني حجراتو وژنه گړندی کوي او د حجراتو دننه انزایمونو څخه زهري مواد خارجوي.

۴- شکرې ناروغۍ
تور بانجان د شکرې ناروغۍ کنترول او مدیریت لپاره هم کارول کېږي. څېړنو ثابته کړې چې تور بانجان لږ حلېدونکی کاربوهایدریټ او د ډېر زیات فایبر لرلو له امله د شکرې ناروغانو لپاره گټورو خوړو څخه دی.

۵- د زړه روغتیا
تور بانجان پوتاشیم، فایبر، وېټامین بي۶، وېټامین سي او فیتونیوټرنټس غوره سرچینه ده چې دغه ټول مواد د زړه روغتیا لپاره ډېر گټور گڼل کېږي.

د امریکا کلېنېکل نیوټرېشن څېړنیزې مجلې پر بنسټ، فلوونایډز لرونکي خواړه خوړل د زړه د ناروغیو خطر کموي.

څېړنو ثابته کړې چې د هغه فلوونایډز کارول چې په انتوسیانین مشهور دي د زړه د رگونو او خپله زړه د ناروغیو خطر کموي.

یوې بلې څېړنې کې ادعا شوې چې په ورځ کې درې ځلي هغه سبزیجات او مېوه چې انتوسیانین لري خوړل د زړه د ناروغیو خطر ٪۳۴ کموي.

همداراز یوه بله ورته څېړنه بیا دې پایلې ته رسېدلې چې په زیاته اندازه انتوسیانین لرونکي خواړه خوړل د وینې لوړ فشار ټیټولو کې هم د پام وړ مرسته کوي.

۶- د وزن مدیریت
تور بانجان ډېره لږه کالوري لري او په کې شته فایبر اشتها کموي او اوږدې مودې لپاره انسان موړ ساتي او په دې ډول اضافي وزن کمولو کې مرسته کوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */