افغانستان

سرچینې: افغان چارواکو له امریکایانو د تضمین غوښتنه کړې

 
عزم(چهار شنبه، ۲۳ زمری ،۱۳۹۸)یوې اماراتۍ ورځپاڼې د جګپوړو افغان چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د ګډحکومت مشرتابه له امریکایي چارواکو غوښتي تر څو دا تضمین ورکړي چې له طالبانو سره د موافقې پر مهال به یې یواځې نه پریږدي.
د نیشنال په نامه دغه ورځپاڼه د محرمیت له کبله د د دې چارواکو نومونه نه ښیي، خو وایی چې، افغان چارواکي ویره لري چې امریکا به یې په سپین ډګر یواځې پریږدي له همدې امله یې له امریکایي لوري غوښتي چې له طالبانو سره د موافقې پر مهال دې له هغوی سره د ټولو ځواکونو ایستل نه مني بلکې څه شمیر عسکر دې له دوی سره د همکاري او داچې بیا افغانستان کې د طالبانو حکومت رانه شي، د حمایت په توګه پریږدي.
سرچینه زیاتوي، افغان حکومت هیله لري چې امریکا د لس کلن امنیتي تړون څخه لا زیاته په افغانستان کې پاتې شي، تر څو هغه لاسته راوړنې چې د دیموکراسي په برخه کې د تیرو اتلسو کلونو پرمهال ترلاسه شوې، له لاسه ونه وزي.
اماراتي ورځپاڼه په خپل مطلب کې وړاندې وایي، چې امریکا باید له طالبانو سره خبرو ته د ځواکونو د ایستلو نوم نه، بلکې بین الافغاني خبرو ته د هغوی د اړ کولو نوم ورکړي.
ورځپاڼې دغه راز ویلي، چې په ارګ کې دننه افغان چارواکي په ټوله کې هڅه کوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ ژر کیدونکي توافق ته ستونزې ایجاد کړي تر څو په ځنډ سره یې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د الجزیرې تلویزیوني خبر ورکړی چې ښایي راتلونکې اونۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ د ترسره شوېو مذاکراتو وروستی توافقنامه لاسلیک او په دې توګه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */