افغانستان

اویا تنه افغان ماشومان چې د پوستکي او هډوکو ناروغي لري، جرمني ته لیږل کیږي

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۳زمری، ۱۳۹۸)

د سولې د کلي په نوم د ډاکټرانو یوه ټولنه لسګونه هغه افغان ماشومان چې د پوستکي د سوزیدو او هډوکو په ناروغیو اخته دي، د درملنې لپاره جرمني ته لیږي.

په افغانستان کې د سرې میاشتې سکرترې نیلاب مبارز ویلي چې د جرمني د سولې د کلي ډاکټرانو یوې ټولنې د ماشومانو د معاینې کولو نه وروسته پرېکړه وکړه چې دا ماشومان باید د درملنې لپاره جرمني ته ولیږدول شي.

دغه اویا ناروغ ماشومان به نن جرمني ته ولیږدول شي.

په دغه ماشومانو کې ډیری د بیوزله کورنیو غړي دي.

د یادونې وړ ده چې د سولې د کلي په نوم د ډاکټرانو دغه ټولنه له دیرش کالو راهیسي په افغانستان کې فعالیت کوي او هر کال ۶۰ او ۷۰ ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره لیږي.

تیر کال هم د دې پروګرام له مخې ۹۹ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لیږل شوي وو.

%d bloggers like this:
/* ]]> */