افغانستان

بامیان: دو تنو لوړپوړو امنیتي چارواکو پر یوه ځوانه میرمن جنسي تیری کړی

عزم(چهار شنبه، ۲۳ زمری ،۱۳۹۸)د بامیانو  ولایت  امنیې قوماندانۍ رسنیو ته ویلي، دو تنو جګپوړو امنیتي چارواکو په جبري توګه پر یوه ځوانه میرمن جنسي تیری کړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندان محمد صادق مرادی وایي، د بامیانو په ولایت کې د جلب او جذب مسؤل قوماندان بصیر بلوچ او د دغه ولایت د ټولي قوماندان محمدسالم په ګډه یوه ځوانه میرمن د قوماندانۍ په میلمستون کې جبري جنسي تیري ته اړ کړې ده.
د امنیې قوماندانۍ وایي، تر پیښې وروسته ورته یادې میرمنې شکایت وکړ، خو کله یې چې په دې هکله لازم اجرأت پیل کړل دواړو امنیتي مسؤلینو د پیښې له سیمې پښې سپکې او کابل ته یې پناه یووړه.
قوماندان وایي، تر اوسه یې په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی او یاده میرمن اوسمهال په امن خونه کې شپې سبا کوي.
د مرادي په خبره، په دې منځ کې یو دریمګړی چې د دواړو لوریو ترمنځ یې رابطه جوړه کړې وه هم تري تم دی.
دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې خپله په ارګ کې دننه د پراخې فحشا خبرونه ورکول کیږي او د ښځینه چارواکو د عزل او نصب پر مهال له هغوی څخه د جنسي رشوتونو د ورکړې غوښتنې هغه څه دي چې د حکومت اخلاقي څیرې ته یې دروند زیان اړولی دی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ګڼو څیړنیزو ادارو راپورونو کې په ډاګه شوې چې د حکومت په ټولو ملکي،  امنیتي، روغتیایي،ښوونیزو، رسنیزو او نورو برخو کې ښځینه کارمندانې په یو نه یو ډول له جنسي ځورونو سره مخ دي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */