افغانستان

دانش: د امریکا او طالبانو تړون به له ټاکنو وروسته وي

د ولسمشر اشرف غني دوهم مرستيال او په راتلونکو ټاکنو کې د دولت جوړونکي ټيم دوهم مرستيال سرور دانش ويلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون به د تلې مياشتې په شپږمه له ولسمشريزو ټاکنو وروسته لاسليک شي.

د سرور دانش له دفتره رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې راغلي، طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سياسي نظام په څرنګوالي، اساسي قانون او نورو اړينو مسائلو تر اوسه بحثونه نه دي شوي.

د دانش په وينا افغان حکومت تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو برخوال نه دی او دواړو لوريو تر اوسه يوازې په خپلو اړوندو مسائلو بحثونه کړي دي.

د ولسمشر دوهم مرستيال وايي: «د امریکا او طالبانو له تړونه باید په هېواد کې تلپاتې او باعزت سوله راشي او افغانان داسې سولې ته اړتيا لري، چې د ازاديو او تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو ساتنه وکړی شي.»

سرور دانش دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اته پړاوه بشپړ شوي او د امریکايي رسنيو د راپورونو پر بنسټ ښايي راتلونکې اوونۍ امریکا او طالبان د سولې تړون لاسليک کړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */