افغانستان

دپاکستان صدراعظم؛ ددې هېواد دازادۍ کلیزه کشمیر کې تېروي

کابل ټکی کام (چهار شنبه ، ۲۳ زمری ، ۱۳۹۸ل)

پاکستانۍ رسنۍ وایي، ددې هېواد صدراعظم عمران خان نن د اګست په ۱۴مه له هند څخه د دې هېواد د جلا کېدو کلیزه په کشمیر کې تېروي.

د عمران خان دفتر ویلي چې یو شمېر وزیران به مظفراباد ته په سفر کې له خان سره ملګري وي او هلته به د ټولو ګوندونو کنفرانس جوړ کړي.

کشمیر ته د عمران خان له یو ورځني سفر یوه ورځ مخکې پاکستان په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې هند د اګست په پنځمه نېټه له جمو او کشمیر څخه د کورواکۍ د هغه امتیاز د اخیستو اعلان وکړ چې د هند اساسي قانون دې سیمې ته ورکړی و.

اسلام‌اباد د هند دا اقدام نړیوالې سولې ته ګواښ بولي او وايي چې دا پرېکړه به په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره پرانیزي.

پاکستان ونۍ مخکې هند سره تجارتي راکړه ورکړه محدوده، اودهند سفیر ته د وتو امر کړی وو، احتمال شته چې دا دواړه رقیب هیوادونه یوځل بیا په اخ او ډب واوړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */