افغانستان

د امریکا دفاع وزارت: افغان ځواکونه په سم ډول نه دي روزل شوي

د امریکا دفاع وزارت: افغان ځواکونه په سم ډول نه دي روزل شوي

افغان ځواکونه د هوايي بریدونو او د هوايي اکمالولو په برخه کې سم نه دي روزل شوي. د امریکا د دفاع وزارت په یو راپور کې راغلي، چې امریکا او د ایتلاف مشاورینو افغان ځواکونه داسې نه دي روزلي چې په یواځې ځان دقیق اهداف په نښه کړي او په عملیاتو کې سرتېرو ته اړین توکي له الوتکې وغورځولی شي. راپور کې راغلي، په دغو برخو کې د روزنې نه ورکولو دا ګواښ زیات کړی، چې هغو سیمو کې ځواکونو ته اړین اکمالات و نه رسيږي چې د الوتکې د ناستې ځایونه و نه لري. په راپور کې دا هم راغلي چې د دقیقو اهدافو نښه کولو په برخه کې د روزنې نه ورکول د ملکي مرګ ژوبلې په برخه کې خطرونه زیاتوي.

 
%d bloggers like this:
/* ]]> */