افغانستان

کابلوف: منتظر یو چې امریکا د طالبانو سره د مذاکراتو جزئیات راسره شریک کړي

 
عزم(چهار شنبه، ۲۳ زمری ،۱۳۹۸)د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، هیواد یې په دې تمه ده چې امریکایي چارواکي ورسره د هغو مذاکراتو جزئیات شریک کړي چې له طالبانو سره یې د اتم ځل لپاره په دوحه کې ترسره کړل.
کابلوف وایي، دوی په دې پوه دي چې تر هغو دواړه لوري( امریکا اوطالبان) ګډ توافق ته نه وي رسیدلي، مذاکرات به روان وي.
کابلوف زیاتوي، روسیې او چین ته تر وخت وړاندې  بلنه ورکړل شوې چې د دواړو لوریو (امریکا او طالبانو) د توافقنامې د لاسلیک پرمهال به د ضامنانو په توګه ګډون کوي، خو داچې اوسمهال دا مذاکرات نهایي توافق ته رسیدلي کنه مالومات نه لري.
بلخوا بي بي سي ته ځینو طالب سرچینو ویلي چې دوی د توافقنامې پر لیکل شوې مسوده په لوړه کچه بحثونه او مشورې پیل کړې او ژر به بشپړ شي.
الجزیرې ویلي، چ ډیر احتمال دا ده چې راتلونکې اونۍ به دا موافقتنامه د نړیوالو شاهدانو او ضامنانو په حضور کې لاسلیک شي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */