افغانستان

کاپیسا: په هاوان مرمیو او مخامخ ډزو کې ۸ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(چهار شنبه، ۲۳ زمری ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې تیره ورځ پولیسو د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د خلکو پر کورونو د هاوانونو بریدونه او وروسته یې پر خلکو مخامخ ډزې کړي، چې ملکي وګړو ته یې درنه مرګ ژوبله  اړولې ده.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشايق يورش رسنیو ته ویلي، پیښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سیمه کې جګړه روانه وه او په وینا یې چې د هاوان مرمۍ د طالبانو لخوا توغول شوې دي.
د نوموړي په وینا، پېښه کې درې۳ نجونې ماشومانې وژل شوې، دوه ښځې او دوه نارينه ټپيان دي.
بلخوا ځایي خلک او سیمییزې سرچینې وایي چې د پیښې پر مهال سیمه کې وسلوالو مخالفینو هیڅ شتون نه درلوده او پولیسو په لوی لاس د خلکو پر کورونو هاوانونه توغولي دي.
ځایي خلک وایي، هوانونه د تګاب ولسوالۍ له مرکزي قرارګاه څخه د خلکو پر کورونو فیر شوي چې په نتیجه کې یې ۱ ښځه،۲ ماشومان شهیدان او۲ماشومان ژوبل شوي.
سرچینې زیاتوي، کله چې د سیمې خلکو د پیښې په غبرګون کې خپل شهیدان داحتجاج له پاره د تګاب بازارته یوړل، پولیسو یوځل بیا ورباندې برید وکړ، ۳ تنه یې ځای پرځای شهیدان او ۹ تنه یې له سختو وهلو ټکولو اوشکنجې وروسته د بندیانو په توګه له ځانه سره یووړل

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */