افغانستان

خامنه یي: د سعودي په خلاف د حوثیانو ملاتړ ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۳زمری، ۱۳۹۸)

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د سعودي په خلاف د حوثیانو د ملاتړ خبر ورکړی دی.

علي خامنه یي په یوه وینا کې چې له حکومتي تلویزونه خپرېدله ویلي، په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائیتلاف ځواکونو په خلاف د حوثیانو ملاتړ ته ادامه ورکوو.

خامنه یې د سعودي په حکومت تور پورې کړ چې د یمن د ویشل کیدو په کوښښ کې دی خو دی وایي چې باید د یو قوي او مستقل یمن هڅې وشي.

حوثیان له تیرو څو کلونو راهیسي له واکمن حکومت او د سعودي په مشرۍ ائیتلاف ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او ایران یې له کلکو ملاتړو څخه ګڼل کیږي.

د یادونې وړ ده چې په یمن کې د روانې جګړې له مله لسګونه زره کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

خامنه یې دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې د تاوتریخوالي وروستي حد ته رسیدلي او په ورته وخت کې سعودي او متحد عرب امارات هم د ایران په خلاف د امریکا سیاست تعقیبوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */