افغانستان

بامیان: دوه لوړ پوړو چارواکو پر یوې ښځې جنسي تیری کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): په بامیان ولایت کې د امنیتي ځواکونو دوه لوړ پوړو چارواکو پر یوې ښځي جنسي تیری کړی او تښتیدلي دي.

د بامیانو سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې د ولایت د امنیه قومندانۍ د پولیسو ټولي قومندان او د جلب او جذب قومندان د اختر په دوهمه ورځ د قومندانۍ په میلمستون کې پر یوې ښځې جنسي تیری کړی دی.

د بامیان امنیه قومندان محمد صادق مرادي رسنیو ته ویلي چې دغه دوه کسان محمد سالم او بصیر بلوچ نومېدل، دوی ددغه جرم تر سره کولو وروسته تښتېدلي او د تلیفون شمیرې يې هم بندي کړي دي.
د نوموړي په وینا دواړو قومندانانو له مخکې هم جرمي دوسیې لرلې.

بلخوا ځینو نورو چارواکو ویلي چې د پيښې قرباني ښځه د پولیسو سره ده، او دغه پيښه د ملي امنیت، بشري حقونو کمیسون، امنیه قومندان او د ولایت مقام له لوري د یوه ګډ هیئت له لوري څیړل کیږي.

باید وویل شي چې د دې تر مخه هم د حکومتي چارواکو او اربکیانو له لوري پر ماشومانو او ښځو باندي جنسي تیریو پيښې ثبت شوي دي خو د مخنیوي لپاره یې د حکومت له لوري د پام وړ ګامونه نه دي پورته شوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: بامیان: دوه لوړ پوړو چارواکو پر یوې ښځې جنسي تیری کړی

%d bloggers like this:
/* ]]> */