افغانستان

په را روانو دوو درو ورځو کې به د سولې هوکړه نهایي شي.

dbfe9efb70948c8050117442dd626e57_L

طالبان او امریکایي چارواکي د سولې پر وروستي تړون د هوکړې لپاره د خبرو چمتوالی نیسي

د غه خبره د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته کړې او ویلي یې دی چې د اختر له رخصتۍ وروسته دوی له امریکا سره د وروستي تړون په اړه خپلمنځي خبرې اترې پیل کړې دي.

د سرچینې په وینا طالبان به په دوو ورځو کې خپله وروستۍ پرېکړه وکړي او په پای کې د امریکا او د دوی یوې بلې ناستې ته اړتیا شته څو په ګډ وروستي تړون کې نوي وړاندیزونه ور زیات شي.

سرچینه وايي، د وروستۍ هوکړې په اړه په قطر کې د طالب استازو د دفتر اوهمدا راز د دوی د مشرتابه تر منځ په لوړه کچه سلا مشورې روانې دي.

سرچینې د ولسمشر غني د اختریز پیغام په غبرګون کې ویلي، طالبان باور لري هر څوک چې پر ولسمشریزو ټاکنو ټینګار کوي، د سولې د روانو هڅو ښکاره مخالف دي.

ولسمشر غني د لوی اختر له لمانځه وروسته وویل چې حکومت په داسې دریځ کې نه دی چې هېواد کې د سولې په اړه پریکړه وکړي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */