افغانستان

بامیان: ددولتي ځواکونو دوه لوړ پوړو چارواکو پر یوې ښځي جنسي تیری کړی او تښتیدلي دي

کابل ټکی کام (چهار شنبه ، ۲۳ زمری ، ۱۳۹۸ل)

دولتي اوځایي سرچینو خبر ورکړی چې بامیانو ولایت کې دوه لوړ پوړو دولتي چارواکو په یوې ښځې جنسي تېری کړی، اوتښتېدلي دي.

سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې ددې ولایت د امنیه قومندانۍ د پولیسو ټولي قومندان او د جلب او جذب قومندان د اختر په دوهمه ورځ د قومندانۍ په میلمستون کې پر یوې ښځې جنسي تیری کړی دی.

د بامیانو امنیه قومندان محمد صادق مرادي رسنیو ته ویلي چې دغه دوه کسان محمد سالم او بصیر بلوچ نومېدل.

مرادي زیاته کړې، دوی ددغه جرم تر سره کولو وروسته تښتېدلي او د تلیفون شمیرې يې هم بندي کړي دي.

د نوموړي په وینا دواړو قومندانانو له مخکې هم جرمي دوسیې لرلې، چې هغه لاهم ترڅېړنو لاندې دي.

ځینو نورو چارواکو ویلي چې د پيښې قرباني ښځه د پولیسو سره ده، او دغه پيښه د ملي امنیت، بشري حقونو کمیسون، امنیه قومندان او د ولایت مقام له لوري د یوه ګډ هیئت له لوري څیړل کیږي.

دیادونې وړ ده چې د دې تر مخه هم د حکومتي چارواکو او اربکیانو له لوري پر ماشومانو او ښځو باندي جنسي تیریو پيښې ثبت شوي دي خو د مخنیوي لپاره یې د حکومت له لوري د پام وړ ګامونه نه دي پورته شوي.

داپه داسې حال کې ده چې څو ونۍ دمخه دارګ د بې ناموسیو راپورونو دنړیوالو رسنیو سکرینونه رنګ کړل چې دنړۍ له کونج کونج څخه یې دافغانانو غبرګونونه راوپارول.

%d bloggers like this:
/* ]]> */