افغانستان

سرور دانش: د طالبانو او امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي، بین الافغاني مذاکرات به له ټاکنو وروسته پیلېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر دوهم مرستیال «سرور دانش» د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی او تر څنګ یې یاده کړې، چې بین الافغاني مذاکرات به له ټاکنو وروسته پیلېږي.

سرور دانش تېره ورځ په کابل کې د ولسي جرګې له یو شمېر غړو او د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په لیدنه کې وویل « د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات نور پای ته رسېدلي، ټاکنې اړیني دي او بین الافغاني مذاکرات به له ټاکنو وروسته پیلېږي».

دانش زیاته کړه « د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکراتو کې د افغانستان په سیاسي نظام او اساسي قانون هیڅ بحث ندی شوی او یوازې د سولې اړوند په دواړو لورو پورې تړلي موضوعات بحث شوي».

د دانش په خبره، د افغانستان خلګ د یوې داسې باعزته سولې غوښتونکي دي، چې افغانستان ته امنیت او ثبات راوړي او په تېرو اتلسو کلونو کې لاسته راغلې ازادۍ وساتلای شي.

دانش داسې مهال تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د ټاکنو خبر ورکوي، چې د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ مذاکرات پای ته په رسېدو ښکاري او تمه ده په نږدې راتلونکي کې دواړه لوري د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د سولې توافقنامه لاسلیک کړي.

طالبانو په بیا، بیا څرګنده کړې، چې له امریکايي لوري سره د مذاکراتو تر پای ته رسېدلو وروسته د کابل حکومت په ګډون له ټولو سیاسي جهتونو سره مذاکرات پیلوي.

په ورته وخت کې، د ګډ حکومت چارواکي داسې مهال تر سولې وړاندې د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي، چې طالبان ټاکنې د سولې د «سبوتاژ هڅه» ګڼلې او په خپلو جنګیالیو یې غږ کړی څو په بشپړ توان د ټاکنو په وړاندې ودرېږي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: سرور دانش: د طالبانو او امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي، بین الافغاني مذاکرات به له ټاکنو وروسته پیلېږي

%d bloggers like this:
/* ]]> */