افغانستان

محقق: ښايي د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ غړي نورو ډلو ته ولاړ شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټکټ په مېنځ کې د اختلافاتو خبرونه ورکړل شول، د یاد ټکټ دوهم مرستیال وایي، وروستۍ پرېکړې ته په تمه دی او ښايي تر پرېکړې وروسته له ملګرو سره یو ځای نورو ډلو ته مخه کړي.

محمد محقق له طلوع تلویزون سره په مرکه کې وویل « زموږ د ټیم دننه اختلافات د لومړي وزیر په چوکۍ رامنځته شول، د اختلاف ټکی دا وو چې ایا په کمپایني اعلاناتو کې د لومړي وزیر د چوکۍ یادونه وشي یا نه. ددې اختلافاتو زیان ټولو ته ورسېد او د کمپاینونو د درېدلو سبب شو».

محقق زیاته کړه « وروستۍ پرېکړه لا پر ځای پاته ده، مشران د اختر په مناسبت په رخصتیو دي، کله چې هغوی را وګرځي سره کښېنو، که چېرې د ټیم په منحل کېدلو پریکړه وشوه، ټیم منحل کوو، که د ټاکنو تحریم مو خوښ شو، ټاکنې تحریموو او که وویل شول چې هر یو په خپله لار تللای شي نو ښايي له نورو ټاکنیزو ټکټونو سره یو ځای شو».

د محقق له قوله، د ټیم دننه اختلافات ددې لامل شوي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټیم د بریالیتوب احتمال کم شي او ټاکنیز کمپاینونه ودرېږي.

یاده دې وي، چې کابو یوه اونۍ وړاندې د سولې او اعتدال ټیم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاکنیزو کمپاینونو د ځنډولو خبر ورکړ، په یاده اعلامیه کې ، د سولې روانې خبرې، روان سیاسي وضعیت اود ټاکنو دننه د حاکم ټیم لاسوهنه د ټاکنیزو کمپاینونو د ځنډ لامل بلل شوی وو.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: محقق: ښايي د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ غړي نورو ډلو ته ولاړ شي

%d bloggers like this:
/* ]]> */