افغانستان

نبیل: غني د کابل بانک د قضیي اصلي تورن د دېرش میلیونه ډالرو په بدل کې خلاص کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت مشر د یوه فرمان له لارې د کابل بانک پخوانی رییس او د یاد بانک د قضیې اصلي تورن « خلیل الله فیروزي» د ناروغۍ په پلمه له بنده خلاص کړ؛ د ملي امنیت پخوانی رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «رحمت الله نبیل» وايي، فیروزي د دېرش میلیونه ډالرو په بدل کې پرېښودل شوی.

نبیل په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د یوې معتبرې سرچینې په اساس، د کابل بانک قضیې اصلي تورن خلیل الله فیروزي له دولت ساز ټیم سره د کمپاین په برخه کې د ۳۰ میلیونه ډالرو د مرستې په بدل کې ازاد شوی، اشرف غني د سمارټ سيټي په قضیه کې هم ښکېل وو او په همدې قضیه کې یې د محمدي په نامه خپل حقوقي مشاور له دندې لیرې کړ».

خو ارګ بیا د نبیل څرګندونې ردوي، د حکومت مشر ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر لیکلي « د ښاغلي نبیل دا ادعا چې فیروزي د پيسو په بدل کې پرېښودل شوی بې بنیاده، عوام غولوونکې او کمپایني بڼه لري، د هغه کمېټې د پرېکړې له مخې چې د عدلي، قضايي، امنیتي او روغتیايي بنسټونو له غړو جوړه وه؛ د فیروزي روغتیایي حالت نازک ښودل شوی، کور ته انتقال شوی او تر کلکې امنیتي څارنې لاندې دی».

https://platform.twitter.com/widgets.js

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: نبیل: غني د کابل بانک د قضیي اصلي تورن د دېرش میلیونه ډالرو په بدل کې خلاص کړی

%d bloggers like this:
/* ]]> */