افغانستان

خوست او کاپيسا کې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خوست امنیتي چارواکي وايي د اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالیو د مقبلو په کلي کې په یوه مرموزه پېښه کې د پکتیا له سيدکرم ولسوالۍ څخه د یوې تازه په کډه راغلې کورنۍ درې غړي وژل شوي.

د خوست د والي ویاند پېښه تائید کړې او وايي د پيښې په تړاو یې پلټنې پيل کړي.

همداراز په یوه بله پېښه کې د کاپيسا د تګاب ولسوالي په جالوخېلو سېمه کې د ملي اردو د کنډک څخه په توغول شوي هاوان کې د یوې کورنۍ درې ماشومانې انجونې وژل شوې او څلور تنه نور ټپیان شوي، چې وروسته یې په غبرګون کې لاریون هم شوی دی.

د کاپیسا ولايت د تګاب ولسوالي اوسېدونکو د یادې پيښې په غبرګون کې د ملي اردو د کنډک قومندان خلاف لاریون کړی او وايي دا قومندان د تګاب د خلکو د شهیدانولو لپاره رالیږل شوی دی.

د دوی په خبره،د کنډک قومندان په تیرو درېو ورځوکې د ښځو او ماشومانو په شمول لس کسان شهیدان کړي.

په ټولنیزو شبکو کې د یوې نشر شوې ویډیو څخه ښکاري چې نن یو ځل بیا خلکو لاریون کړی چې عسکرو پر هغوی هم ډزې وکړې او خلک یې وویشتل.

%d bloggers like this:
/* ]]> */