افغانستان

پر ولسمشر یو ځل بیا د معاملې په بدل کې د فیروزي د خوشي کولو تور

د ملي امنیت پخواني رئیس او د ولسمشريزو ټاکنو اوسني نوماند رحمت الله نبیل پر ولسمشر غني تور لګولی، چې د کابل بانک د بحران د قضيې اصلي کس خلیل الله فیروزي د خوشي کولو پر سر یې د لسګونو میلیونو ډالرو معامله کړې.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل د ولسمشر غني له لورې د خلیل الله فیروزي د خوشي کولو د فرمان په اړه پر خپل ټويټر وايي،فیروزي د دېرش میلیونه ډالرو په بدل کې آزاد شوی دی.

نوموړي ویلي: « د یوې معتبرې سرچینې په اساس، د کابل بانک قضیې اصلي تورن خلیل الله فیروزي له دولت ساز ټیم سره د کمپاین په برخه کې د ۳۰ میلیونه ډالرو د لګولو په بدل کې ازاد شوی، اشرف غني د ځیرک ښارګوټي په قضیه کې هم ښکېل وو او په همدې قضیه کې یې د محمدي په نامه خپل حقوقي مشاور له دندې لیرې کړی.»

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا د ښاغلي نبیل تورونه ردوي او دا ادعا بې اساسه بولي. نوموړی زیاتوي، چې د نبیل دا ادعا بې بنیاده، عوام غولوونکې او کمپایني بڼه لري، د هغې کمېټې د پرېکړې له مخې چې د عدلي، قضايي، امنیتي او روغتیايي بنسټونو له غړو جوړه شوې، د فیروزي روغتیایي حالت نازک ښودل شوی، کور ته انتقال شوی او تر سخت نظارت لاندې دی.

%d bloggers like this:
/* ]]> */